ایکناخبری آژانس د اې بی سی خبری چینل له قوله راپور راکړ، په دغه کمپاین کې چې پرون دجمعې ورځې له دولس بجې پیل شوی ،مسلمانانو د آسټریلیا په کوئينزلنډ،نیوساؤت ولز،ویکټوریا،جنوبی آسټریلیا او ددغه هیواد په پلازمینې کنبرا کې په پنځه ویشتو جوماتونو او امامباړو کې په شتون سره د اړمنو ناروغانو لپاره وینه ډالۍ کړه.
ددغه کمپاین موخه د کم پيداکیدونکي ډلو وینې زیرمه کول دي.په آسټریلیا کې د مسلمانو ټولنې په درستو جوماتونو کې په جمعې ورځې پر خلکو غږشوی چې په دغه کمپاین کې بشپړ برخه واخلي.
د آسټریلیا د سره صلیب ویندوي وئيلي دي ،اسټریلیا هره اونۍ د غوښتې دپوره کیدا لپاره هره اونۍ کابو دیرش زره پيکټ وینې ته ضرورت لري او په هرې اونۍ کې سرطاني ناروغانو ته څه دپاسه لس زره پیکټه وینه ورکول کیږي
په هرو درو کسانو کې یو کس پخپل ژوند کې د وینې ډالۍ کولو یا د وینې نوي کولو ته ضرورت لري ،داپه داسې حال کې دي چې په هرو دیرشو سانو کې یوازې یوکس وینه ډالۍ کوي.
په آسټریلیا کې د پلاسما درملو لپاره غوښته د زیاتیدا په حال کې ده . د پلاسما محصولات په زیاتره ناروغیو درملنې لپاره وړاندیز کیږي.